د امریکا د کانګرس ۶۶ غړیو له حکومت غوښتي چې د لسګونو افغان کډوالو ایستل لغوه کړي.
د امریکا د استازیو او سنا جرګو دغو اکثر ډموکراټ غړيو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د کورني امنیت وزیر مارکوین مالین ته پرون یو لیک استولی.
په دغه لیک کې راغلي چې: «افغانستان او ایران ته د هغو زیانګالو خلکو استول چې په امریکا کې یې پناه غوښتې هغوی د تعقیب، ځورونې او وژل کېدو له ګواښ سره مخ کوي.»
دوی ویلي چې اکثرو دغو افغانانو له امریکا سره په ګډه جګړه مخته وړې او خپل او د کورنۍ ژوند یې په خطر کې اچولی.
په دغه لیک کې د یو شمېر ایرانيانو د احتمالي اخراج په اړه هم اندېښنه ښودل شوې.
افغان ایواک او له امریکا د کډوالو د ډیپورټ پروازونو یوه څارونکي بنسټ ویلي چې ښايي د تکساس له ایلپاسو څخه الوتکه کې دا خلک وایستل شي.
د امریکا کورني امنیت وزارت لا رسماً د څه باندې ۱۵۰ افغان کډوالو او ځینو ایرانیانو د ایستلو په باب څه نه دي ویلي.