د افغانستان د ځنغوزیو په صادراتو کې ۶۹ سلنه زیاتوالی راغلی

ارشیف، د افغانستان د ځنغوزیو پروسس

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي سږکال د ۷۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ځنغوزي بهر ته صادر شوي دي.

د خونې د اطلاعاتو امر احسان‌الله احسان ازادي راډیو ته وویل چې تېر کال د ۴۲ میلیونو ډالرو په ارزښت ځنغوزي صادر شوي و او نسبت تېر کال ته د ځنغوزیو په صادراتو کې سږکال ۶۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

هغه زیاته کړه چې سږکال د ځنغوزیو حاصلات هم نسبت تېر کال ته زیات دي او په انتقال کې یې هم سوداګرو ته تسهیلات منل شوي دي.

د سوداګرۍ خونه وايي د افغانستان ځنغوزي د هوايي دهلېزونو له لارې، خلیج هېوادونو، هند، اروپايي هېوادونو او اکثر چین ته صادرېږي.