له امریکا څخه پاکستان ته د لسګونو افغانانو د لېږلو احتمال؛ طالبان اندېښمن دي او له امریکا مسوولانه چلند غواړي

له امریکا د کډوالو د ایستلو یو انځور - عکس پخوانی دی او دلته په سمبولیکه توګه کارول شوی

د طالبانو حکومت هغه راپورونه اندېښمنوونکي وبلل چې امریکا غواړي یو شمېر هغه افغانان پاکستان ته ډیپورټ کړي چې د امریکا د اقامت په ترلاسه کولو کې پاتې راغلي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې له متحده ایالتونو غوښتي چې د افغان کډوالو د بیرته ستنولو په وخت کې مسوولانه چلند وکړي، او کابل چمتو دی چې په دې مسله کې له واشنګټن سره رغنده خبرې وکړي.

د «افغان ایواک» په نوم په امریکا کې د افغان کډوالو یوه ملاتړي بنسټ راپور ورکړی چې امریکا پلان لري څه باندې ۱۵۰ افغان کډوال د دوشنبې په ورځ له لویزیانا ایالت څخه په یوه الوتکه کې پاکستان او بیا افغانستان ته ولېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې په دریمو هیوادونو هم غږ کړی چې د سیاسي ګټو یا نورو ملاحظاتو لپاره د نورو هیوادونو د اتباعو په برخلیک «معامله ونه کړي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وړمه ورځ پاکستان ته د افغانانو د ډیپورټ د مسلې په تړاو پوښتنه د امریکا د کورني امنیت وزارت ته راجع کړه.

د امریکا د کورني امنیت وزارت بیا ویلي چې د خلکو د ایستلو د عملیاتو په تړاو معلومات د امنیتي ملحوظاتو په سبب نه شریکوي.