د هالنډ ساحلونو ته نږدې اوبو کې ۳۶ افغان پناه غوښتونکي ژغورل شوي

د کډوالو یوه ربړي بېړۍ

هالنډ ته نږدې سمندر کې ۳۶ افغان پناه غوښتونکي له یوې بېړۍ ژغورل شوي.

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې د شنبې په ورځ له پناه غوښتونکو ډکه بیړۍ د هالند جنوبي سواحلو ته نږدې اوبو کې لار ورکه کړې وه چې سورلیو ته جدي خطر پېښ کړی و.

هالندي ځواکونو د دغو خلکو د ژغورنې لپاره عملیات وکړل او ۳۶ افغانان او دوه سوډانیان یې وژغورل.

دوه سوډاني اتباع د انسانانو د قاچاق په تور د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

هالنډي چارواکو ویلي دا لومړی وار چې دوی له داسې پېښې سره مخ شوي او معلومه نه وه چې بېړۍ له کومه ځایه چېرته روانه وه.

هېڅ یوه پناه غوښتونکي اسناد نه درلودل او تر لومړنیو صحي مرستو وروسته یوه هستوګنځای ته وړل شوي.