د جرمني په څو ښارونو کې د زرګونو ځوانانو اعتراضونه، چې د رسنیو په وینا د فرانسې له اعتراضونو څخه په الهام اخیستو ترسره شوي وو، د شنبې په ورځ، د لړم په نهمه، له تاوتریخوالي او پولیسو سره په نښتو پای ته ورسېدل.
د جرمني د برلین او فرانکفورت په ګډون په څو ښارونو کې لسګونه زره ځوانان د شنبې په ورځ د«Gen Z regelt!» په نوم د ځوانانو د یوه خوځښت په بلنه واټونو ته راووتل او د ژوند د لګښتونو د لوړېدو او د ښوونځیو د وضعیت په ګډون یې د بېلابېلو ستونزو پر ضد اعتراضونه وکړل.
دغه اعتراضونه، چې په پیل کې په سوله ییزه او ارامه فضا کې روان وو، په پای کې په تاوتریخوالي واوښتل او پولیس اړ شول چې د اعتراض کوونکو د خورولو لپاره له مرچ لرونکو سپرېګانو او اوبو شیندونکو موټرو کار واخلي.
په ټولنیزو شبکو کې د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې، یو شمېر اعتراض کوونکو پر پولیسو ډبرې او د اوبو بوتلونه ورګوزار کړي دي.
د جرمني په هامبورګ او کولن ښارونو کې هم پولیسو د ځوانو اعتراض کوونکو د خورولو لپاره له اوبو شیندونکو موټرو کار واخیست.