د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ تراوسه د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو د بیا پیل پرېکړه نه ده کړې او واشنګټن لا هم د اختلافاتو ډیپلوماتیک حل ته چمتو دی.
روبیو د شنبې په ورځ په اتلانتا کې خبریالانو ته وویل چې له ایران سره اړیکې هېڅکله په بشپړه توګه نه دي پرې شوې او د قطر په منځګړیتوب خبرې روانې دي، خو د رسمي مذاکراتو د پیل نېټه لا نه ده ټاکل شوې.
هغه ټینګار وکړ چې امریکا به هېڅکله ایران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړي. روبیو همداراز ایران د سوداګریزو بېړیو او د سیمې د هېوادونو د انرژۍ تاسیساتو په ګواښلو تورن کړ.
بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، تهران اوس مهال له امریکايي چارواکو سره مستقیمې لیدنې ته اړتیا نه ویني او خبرې به یوازې د ایران د شرطونو له منلو وروسته پیل شي. د تهران په شرطونو کې چې واشنګټن ته یې وړاندې کړي، د ایران پر بندرونو د امریکا د سمندري محاصرې پای ته رسول، د تېلو پر صادراتو د بندیزونو لرې کول او په ټوله سیمه کې د جګړو درول شامل دي.