اوکرایني چارواکي وایي، د دغه هېواد په جنوب کې د روسیې تر ولکې لاندې له اولیشکي ښار څخه د ملکي وګړو د ایستلو بهیر بشپړ شوی دی.
دا عملیات د امریکا د لومړۍ مېرمنې میلانیا ټرمپ په منځګړیتوب د لنډمهالي اوربند له مخې ترسره شول، چې ټاکل شوې د نومبر تر لومړۍ نېټې دوام وکړي. له دې ښاره د ایستل شویو کسانو د شمېر په اړه کره معلومات نشته خو لومړۍ مېرمنې میلانیا ټرمپ ویلي وو چې له ۷۵۰ څخه د زیاتو ملکي وګړو د ایستلو لپاره ۲۵ بسونه او امبولانسونه چمتو شوي دي.
دغه ملکي وګړي په بسونو کې له کومې پېښې پرته له سیمې ووتل. یو شمېر یې اوکراین او نور روسیې ته ولېږدول شول.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د شنبې په ورځ وویل، هغه کسان چې غوښتل یې اوکراین ته ولاړ شي، دغه هېواد ته رسېدلي دي. نوموړي د امریکا او میلانیا ټرمپ له منځګړیتوبه مننه وکړه او د سولې لپاره یې د نورو ګامونو غوښتنه وکړه.