مجتبی خامنه ‌يي د امریکا او اسرائیل د ګواښونو پر وړاندې د بېړني او پراخ غبرګون امر کړی

ایراني رسنیو د ایران د مشر مجتبی خامنه ‌يي په نوم د یوه خپاره شوي پیغام له مخې راپور ورکړی چې نوموړي د وسله ‌والو ځواکونو لوړپوړو قوماندانانو ته امر کړی، څو هر احتمالي ګواښ ته "سمدستي، اغېزناک او له جغرافیایي محدودیت پرته" ځواب ورکړي.

د راپورونو له مخې، خامنه ‌يي چې د روان کال د فبرورۍ له ۲۸ مې راهیسې، له کله چې پلار یې علي خامنه ‌يي ووژل شو، په عام محضر کې نه دی لیدل شوی او نه یې هم تر اوسه کوم نوی انځور یا غږ هم خپور شوی، همدارنګه امر کړی چې د پوځي هدفونو نوملړ دې په داسې بڼه تازه شي چې د امریکا او اسرائیل ټولې مادي او غیرمادي شتمنۍ د ایراني ځواکونو د بریدونو په ساحه کې راشي.

د ایران د وسله‌ والو ځواکونو لوی درستیز علي عبداللهي هم خبرداری ورکړی چې که امریکا او اسرائیل بیا پر ایران برید وکړي، د تهران ځواب به د تېرې جګړې په پرتله سخت او اغېزناک وي. د اکسیوس په ګډون یوشمیر رسنیو راپور ورکړی چې امریکا او اسرائیل په امریکا کې د نومبر د درېیمې د کانګرېس له منځمهاله ټاکنو وروسته پر ایران د پراخو بریدونو احتمال ارزوي.

دا ګواښونه په داسې حال کې خپرېږي چې قطر د ایران او امریکا ترمنځ د مستقیمو خبرو د بیا پیل لپاره منځګړیتوب کوي. د اکسیوس د راپور له مخې، په دغو هڅو کې پرمختګ شوی، خو تراوسه کومه موافقه نه ده شوې.