شان وان‌ دایور: افغانستان ته د افغان کډوالو ستنول د هغوی ژوند له جدي خطر سره مخ کوي

آرشیف

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره په پام کې لري چې له ۱۵۰ څخه زیات افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته واستوي. نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د دغو کډوالو د ایستلو لومړنۍ الوتنه ښايي د دوشنبې په ورځ ترسره شي. د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې د افغان کډوالو د ملاتړ ټولنې، افغان‌ ایواک مشر شان وان ‌دایور په یوه بیان کې وویل: "په هغو کډوالو کې چې د ایستلو له ګواښ سره مخ دي، د داسې کسانو وروڼه او زامن هم شامل دي چې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ یې خدمت کړی دی؛ هغه کورنۍ چې طالبان یې د په نښه کولو لپاره لا له وړاندې هر دلیل لري."

د نوموړي په خبره دا مهمه نه ده چې دوی له کومې لارې دلته رسېدلي دي، هغه خطر چې د بېرته ستنېدو په صورت کې ورسره مخ کېږي، د ټولو لپاره یو شان دی. امریکایي چارواکو تراوسه په دې اړه رسماً څرګندونې ندي کړي او پاکستان او پرافغانستان واکمنو طالبانو هم د دغو راپورونو په اړه غبرګون ندی ښودلی.