په تهران کې د قطر په منځګړیتوب د امریکا او ایران ترمنځ مذاکراتو کې مثبت پرمختګ شوی

امریکايي ویب پاڼه اکسیوس راپور ورکړی چې په تهران کې د قطر په منځګړیتوب د امریکا او ایران ترمنځ په ۱۲ساعته مذاکراتو کې ((مثبت پرمختګ)) شوی دی.

د اکسیوس په خبره منځګړي به په دوحه کې دې مذاکراتو ته دوام ورکړي.

اکسیوس نن شنبې د ډېپلماتیکو سرچېنو په حواله ویلي چې دغه مذاکرات پر ایران د بریدونو د بیا پیل د مخنیوي په موخه ترسره شوي دي.

دې سرچېنو وړاندې ویلي چې قطري منځګړي پرون له سپینې ماڼې سره په تماس کې وو، او په پایله کې یې مثبت پرمختګ رامنځته شو.

یو امریکايي چارواکي اکسیوس خبري اژانس ته ویلي چې لا هم د دواړو خواو ترمنځ پر ځینو مسایلو ژور اختلافات پر خپل ځای دي.

د راپورونو له مخې قطري منځګړو له ایرانه غوښتي چې د نړیوال اټومي انرژي سازمان څار ټیم ته اجازه ورکړي چې د دې هېواد له اټومي تاسیساتو کتنه وکړي او په مقابل کې به امریکا پر دې هېواد وضعه شوي بندیزونه لیرې کړي.

تراوسه ایراني چارواکو د دې وړاندېز په څه نه دي ویلي، خو وړمه ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي و چې منځګړو سره د ایران د اووه ورځینۍ طرحې په اړه خبرې شوي دي.