امریکا څه باندې۱۵۰ افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته ډېپورټ کوي

انځور له ارشیف څخه

نیویارک ټایمز د درېو امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا حکومت پلان لري چې په راتلونکو څو ورځو کې یو شمیر افغان کډوال د امریکا له لویزیانا ایالت څخه د پاکستان له لارې افغانستان ته دېپورټ کړي.

یو له دغو چارواکو پرون جمعه دې ورځپاڼې ته ویلي چې تمه ده څه باندې ۱۵۰ افغان کډوال اخراج شي.

نیویارک ټایمز وايي چې ښايي پاکستان ته د دغو کډوالو د لیږد لومړی الوتنه د دوشنبې په ورځ د نوامبر په ۲ مه ترسره شي.

یو امریکايي چارواکي ویلي دا کډوال ځکه د پاکستان له لارې افغانستان ته دېپورټ کیږي چې واشنګټن له کابل سره مستقیمې اړیکې نه لري.

د امریکا د کورنۍ امنیت وزارت بیا د دې کډوالو د اخراج په څه نه دي ویلي.

د افغان ایواک مشر شان وان ډایور پر خپلې فیسبوک پاڼې پرون جمعه لیکلي چې په دې کډوالو کې د هغو کسانو د کورنۍ غړي هم شامل دي چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره دندې ترسره کړې دي.