د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ وايي، د ایران اسلامي جمهوریت له واشنګټن سره د یوه توافق غوښتونکی دی، خو د توافق لپاره باید تضمین ورکړي چې هېڅکله به اټمي وسلې نهترلاسه کوي.
ډونالد ټرمپ د جمعې په ورځ «د لړم/ عقرب په اتمه» د کنزاس ښار له «کېسياېماو» راډیو سره په مرکه کې د دغه تضمین پر اړتیا ټینګار وکړ او ویېویل: "هغوی غواړي توافق وکړي، خو موږ داسې تضمین ته اړتیا لرو چې هېڅکله به اټمي وسلې نهلري."
هغه همداراز ډاډ څرګند کړ چې له ایران سره جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي، خو په دې اړهیې وضاحت ورنهکړ چې دا کار به څنګه ترسره شي.
د امریکا ولسمشر وویل: "دا موضوع به ډېر ژر پای ته ورسېږي."
ټرمپ د مرکې په بله برخه کې د ایران پر وړاندې د امریکا پوځي بریدونو ته په اشارې وویل چې د اسلامي جمهوریت راداري وړتیاوې او هوايي دفاعي سیستم لهمنځه تللي او مشرانیې هم وژل شوي دي.
هغه زیاته کړه: "د هغوی مشران دومره لهمنځه تللي چې نهپوهېږو له چا سره خبرې وکړو، خو دا واړه جزئیات دي."
پر تهران د امریکا او اسرائیل د مارچ میاشتې حملې چې پهکې یو شمېر ایراني چارواکي ووژل شول.
د امریکا ولسمشر یو ځل بیا له ایران سره د ۲۰۱۵ کال پر اټمي تړون هم نیوکه وکړه.
دغه تړون د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال لاسلیک شوی و.
ټرمپ دغه تړون داسې یو مسیر وباله چې کولای یې شو تهران د اټمي وسلو ترلاسه کولو ته ورسوي.
ټرمپ وویل، که ایران اټمي وسلو ته لاسرسی موندلی وی، اوسنی وضعیت به ډېر توپیر درلود.
دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د یوه توافق لپاره تازه هڅې روانې دي.
روېټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ د یوه باخبره چارواکي له قوله راپور ورکړ چې قطري منځګړي په یوه اوونۍ کې د دوهم ځل لپاره تهران ته تللي، څو د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې اترې تعقیب کړي.
د دغه چارواکي په وینا، د منځګړیتوب هڅې له واشنګټن سره په همغږۍ ترسره کېږي.
تهران ته د قطري چارواکو دا سفر وروسته له هغې ترسره کېږي چې راپورونو وویل چې د امریکا د ولسمشر مرستیال، جيډي ونس، د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي محسن رضايي ته یو لیک استولی دی.
د تسنیم خبري اژانس د دغه لیک ترلاسه کېدل تأیید کړي، خو ویلي یې دي چې تهران تر اوسه ورته ځواب نهدی ورکړی.
د خپرو شویو راپورونو له مخې، واشنګټن غواړي چې له پیله د مذاکراتو په اجنډا کې د ایران د اټمي پروګرام موضوع شامله وي، خو د ایران چارواکي ټینګار کوي چې د خبرو اترو له پرمختګ مخکې باید د ایران پر بندرونو سمندري محاصره پای ته ورسېږي او د نفتو پر صادراتو بندیزونه لیرې شي.
د ایران اټمي بټۍ چې هدف ګرځېدلي دي.
جيډي ونس د جمعې په سهار له فاکسنیوز شبکې سره په مرکه کې ویلي چې ډونالد ټرمپ به اجازه ورنهکړي چې له ایران سره شخړه پر "بېپایه جګړې" بدله شي.
هغه زیاته کړې چې د امریکا د اهدافو له ترلاسه کېدو وروسته به حکومت پر نورو مسئلو تمرکز وکړي.
خو د امریکا لهخوا پر ایران د پوځي عملیاتو د بیا پیل احتمال لا هم مطرح دی.
د امریکا د ډیموکرات ګوند سناتور کریس مرفي د پنجشنبې په ورځ وویل چې نوموړي او د کانګرس یو شمېر نورو غړو په یوه محرمه توجیهي غونډه کې د ایران پر وړاندې د پوځي عملیاتو د بیا پیلولو لپاره د ټرمپ د ادارې د احتمالي طرحې جزئیات ترلاسه کړي دي.
مرفي ویلي چې دغه طرحه د لنډمهاله پوځي عملیاتو لپاره جوړه شوې، خو د هغه له نظره ښايي د جګړې د پراخېدو او اوږدېدو لامل شي.
ټرمپ تر دې مخکې ویلي و چې امریکا به د نومبر د درېیمې نېټې د منځمهاله ټاکنو له ترسره کېدو مخکې پر ایران نوی برید ونهکړي.
د امریکا حکومت په ورته وخت کې، د ډیپلوماتیکو هڅو له دوام سره سره، د ایران د بندرونو سمندري محاصرې او د اقتصادي فشارونو کمپاین ته دوام ورکړی دی.
ټرمپ څو ورځې مخکې له ایران سره پخوانی اوربند هم «د وخت ضایع کول» بللی و او ویلي یې و چې له پیلهیې ورسره لېوالتیا نهدرلوده.