د سنټکام قوماندان: هرمز تنګي کې موږ یو، د ایراني ځواکونو څرک نه‌لګېږي

منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو قوماندان، امیرالبحر برد کوپر د هرمز تنګي د پاسه د الوتنې پر مهال‌

منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو قوماندان وايي د هرمز تنګي د پاسه د الوتنې پر مهال‌یې لاندې سمندر کې امریکايي تجهیزات او ځواکونه د ګزمې په حال کې لیدلي، خو د ایراني ځواکونو کوم اثر یې نه‌دی تر سترګو شوی.

امیرالبحر برد کوپر په یوه وېډیو کې چې د جمعې په ورځ‌یې خپره کړه، سیمې ته د خپل وروستي سفر په هکله وویل چې د هرمز تنګي د پاسه د الوتنې پر مهال‌یې د بار ووړونکو، تېل او ګاز وړونکو بېړیو په شمول لسګونه سوداګریزې بېړۍ د حرکت په حال کې لیدلې دي.

کوپر زیاته کړه چې امریکايي پوځي تجهیزات‌یې د سیمې په اسمان او اوبو کې لیدلي چې د دفاعي تدابیرو په چوکات کې د ګزمې په حال کې و.

د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) قوماندان وروسته وویل: "خو هغه څه چې ومونه‌لیدل، د سپاه پاسداران ځواکونه و. موږ دوی هلته هېڅ ونه‌لیدل."

امریکا او ایران دواړه د هرمز تنګي د بشپړ کنټرول ادعا کوي، هغه ستراتېژیکه سمندري لار چې د تېرې کب میاشتې په ۶مه نېټه د جګړې د پیل راهیسې په‌کې ازاد سمندري تګ راتګ له جدي خنډونو سره مخ شوی دی.