د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ پر ایران اقتصادي فشارونه ګټور بللي دي.
بسنټ د «سيانبيسي» ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې پر ایران د اقتصادي فشارونو لړۍ ګټوره بللې او ویلي یې دي چې امریکايي ډالرو ته د ایران نهلاسرسی د دې سبب شوی چې دا هېواد په سیمه کې د خپلو نیابتي ډلو د مالي مرستو کچه راکمه کړي.
هغه وړاندې ویلي چې دا فشارونه ښايي په یوه کال کې د ایران اقتصاد ۲۵ سلنه کمزوری کړي.
د بسنټ په ټکو، ایراني چارواکو په روان کال کې په ښکاره توګه د خپل اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د هغه په خبره: "سپاه پاسدارن ځواکونه سخت اندېښمن دي او په خصوصي او عمومي ناستو کې د ایران د اقتصاد د ړنګېدو په اړه اندېښنې څرګندوي."
سکاټ بسنټ په دې مرکه کې زیاته کړې چې ایران اړ شوی چې په سیمه کې د یمن د حوثي یاغیانو او په لبنان کې د حزبالله ډلې د مالي مرستو کچه راکمه کړي.
ارشیف، د ایران تر ملاتړ لاندې حوثي یاغیان
د ټرمپ حکومت په وروستیو میاشتو کې پر ایران د اقتصادي فشارونو د لګولو یوه لړۍ پیل کړې ده.
په دغو اقتصادي فشارونو کې سمندري محاصره، په بهرنیو هېوادونو کې پر ایراني بانکونو بندیزونه، د دغه هېواد د مالي سرچینو وچول او د تېلو پر عایداتو بندیزونه شامل دي.
د امریکا د خزانې وزارت پر ایران دغه اقتصادي فشارونه د "ایران د اقتصادي انزوا" په نوم د روان کال په اګسټ کې پیل کړل.
ایراني چارواکي بیا د اقتصادي فشار او مالي سرچینو د وچېدو مسئله ردوي او وايي، ایران لا له وړاندې د امریکا دغو ډول اقداماتو ته چمتوالی نیولی و.
تېره اوونۍ د ایران د مرکزي بانک مشر عبدالناصر همتي په یوه مرکه کې ادعا وکړه چې ایران د ولسمشر ډونالد ټرمپ د کاري دورې تر پایه د وارداتو د لګښتونو د پوره کولو لپاره په کافي اندازه د بهرنیو اسعارو زېرمې لري.
هغه ویلي و چې د ایران د مرکزي بانک د اسعارو وضعیت ښه دی.
په دې اړه نور:
د ایران مرکزي بانک: د ټرمپ د دورې تر پایه په کافي اندازه د بهرنیو اسعارو زېرمې لروهمتي په دې اړه جزئیات ورنهکړل چې دا مهال د ایران په مرکزي بانک کې څومره بهرني اسعار شته.
د ایران د مرکزي بانک مشر په داسې حال کې په دې بانک کې په کافي اندازه د بهرنیو اسعارو د شتون خبره کړې وه چې په وروستیو کې په ایران کې د بهرنیو اسعارو او دې هېواد ته د توکو په وارداتو کې د کمښت راپورونه ورکړل شول.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان څه موده مخکې منلې وه چې پر ایران اقتصادي فشارونو د سوداګرۍ کچه نږدې ۳۵ سلنه راښکته کړې ده.
د پزشکیان په خبره، دغو فشارونو تر ډېره پر وارداتو او صادراتو ناوړه اغېز کړی دی.