رپوټونه وايي د امریکا مرستیال ولسمشر د ایران د ملی امنیت د عالي شورا منشي ته لیک استولی دی

د متحدو ایالاتو مرستیال ولسشمر جې ډي ونس

امریکايي رسنیو د چهارشنبې په ورځ، د لړم په شپږمه، راپور ورکړ چې پر ایران د امریکا د نویو بریدونو د بیا پیل د احتمال په زیاتېدو سره، د سیمې هېوادونو د واشنګټن او تهران ترمنځ د یوه ډیپلوماټیک توافق لپاره هڅې چټکې کړي دي .

بلخوا، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې هم د امریکايي چارواکو او له موضوع د باخبره کسانو په حواله ولیکل چې د امریکا د ولسمشر مرستیال، جې ډي ونس، د سولې د خبرو د بیا پیل لپاره د ایران دملي امنیت شورا له منشي سره په تعامل کې دی.

اکسیوس رسنۍ د لیک د محتوا په اړه د یو امریکايي چارواکي په حواله لیکلي چې د ډونالډ ټرمپ مرستیال په خپل لیک کې محسن رضايي ته ټینګار کړی چې د امریکا د پوځي بریدونو د مخنیوي لپاره هر ډول خبرې اترې «د اټومي موضوع په اړه بحث ته اړتیا لري».

د دې خبر له خپرېدو وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل مرستیال له لوري د دغه لیک لېږل تایید کړل، خو د محتوا په اړه یې وویل:

«هغوی د طبي تجهیزاتو او بېلابېلو نورو شیانو د برابرولو لپاره مرستې ته اړتیا لري. جي ډي ونس له ما څخه زما نظر وپوښت. ما ورته وویل، که غواړې دا کار وکړې، کومه ستونزه نشته. په حقیقت کې، موخه دا ده چې د مرستو کاروانونو ته د ننوتلو اجازه ورکړل شي، څو له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې روغتیايي وضعیت یې ښه نه دی.»

محسن رضايي چې له محمدباقر ذوالقدر وروسته د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي شو، تر دې مخکې یې تر ټولو نورو د اوږدې مودې لپاره د سپاه پاسداران ځواکونو د قوماندان په توګه دنده ترسره کړې ده.

ښاغلي ونس هم له ۴۰ ورځنۍ جګړې وروسته د نښتو دپای ته رسولو لپاره دتهران او واشنګټن ترمینځ دخبرو اترو په څو پړاونو کې دامریکا دمرکچي پلاوي مشري کړې ده.