ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې د کوکنارو کرنه په ۲۰۲۶ کال کې څلور برابره زیاته شوې

د کوکنارو د له مینځه وړنې د هلوځلو یو ا نځور، ارشیف

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې د کوکنارو په کرنه د طالبانو د حکومت له بندیز سره سره، په ۲۰۲۶ کال کې یې کرکېله څه باندې څلور برابره زیاته شوې ده.

ملګري ملتونه ټینګار کوي، چې بېوزلو بزګرانو ته باید د کوکنارو د ګټور بدیل لپاره نورې لارې چارې برابرې شي.

د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو دمبارزې دفتر (UNODC) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د کوکنارو کرل شوې ځمکه چې په تیر ۲۰۲۵ کال کې ۱۰ زره هکتاره وه سږکال ۴۳ زره هکټارو ته رسېدلې.

د دغه راپور له مخې، د تریاکو اټکل شوی تولید هم پنځه برابره زیات شوی او له ۳۰۰ ټنو څخه ۱۵۰۰ ټنو ته رسېدلی دی.

افغانستان کې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو دا موندنې ردوی او وايي چې د کوکنارو واقعي کښتونه د ملګرو ملتونو د اټکل نیمايي برخه دي او د له مینځه وړنې هلې ځلې دوام لري.

افغانستان چې د اوږدې مودې لپاره په نړۍ کې د کوکنارو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد و، په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو پر کرکېلې او نشه‌يي توکو له بندیز وروسته، د تریاکو په تولید کې خپل پخوانی ځای له لاسه ورکړ او میانمار یې ځایناستی شو.

خو پراخې بېوزلۍ یو شمېر افغان بزګران اړ کړي، چې بېرته د کوکنارو کرکېلې ته مخه کړي.