د هرات-دبۍ ترمنځ مستقیمې الوتنې له پنځو کلونو ځنډ وروسته بیا پیل شوې

الوتنه د کام‌ایر هوايي شرکت له‌خوا د ۵۰ مسافرو په لېږدولو ترسره شوه.

د هرات او دبۍ ترمنځ مستقیمې الوتنې، له پنځو کلونو ځنډ وروسته، د چهارشنبې په ورځ «د لړم په شپږمه» په یوه الوتنه بیا پیل شوې.

په هرات کې د طالبانو سیمه‌‌ییزو چارواکو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا الوتنه د کام‌ایر هوايي شرکت له‌خوا د ۵۰ مسافرو په لېږدولو ترسره شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له دې وروسته به د هرات او دبۍ ترمنځ په اوونۍ کې یو ځل، د سې‌شنبې په ورځ، الوتنې ترسره کېږي.

تر دې مخکې، له هرات څخه دبۍ ته تلونکي مسافر اړ و چې لومړی کابل ته ولاړ شي او له هغه ځایه دبۍ ته الوتنه وکړي.