د کویټ د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ «د لړم په پنځمه» په دغه هېواد کې د ایران د سفیر د احضار خبر ورکړ.
وزارت وویل چې د ایران د سفیر د احضار پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د ایران سفارت یوه اعلامیه خپره کړه.
کویټي چارواکو دغه اعلامیه د کویټ په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼلې ده.
کویټ د سېشنبې په ورځ درې کسان چې یو یې د عبدالرضا حیدر دهقاني په نوم د ایران تبعه دی، د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره د جاسوسۍ، د لبنان له حزبالله ډلې سره د همکارۍ او د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر د ترور د پلان جوړولو په تور په اعدام محکوم کړل.
د دې پرېکړې په غبرګون کې، د ایران سفارت په یوه اعلامیه کې د کویټ په امنیتي مسائلو کې د دغه ایراني وګړي لاس لرل رد کړل او دا موضوعیې "د کویټ په کورنیو چارو کې د ایران د لاسوهنې په اړه د بېبنسټه او زړو سناریوګانو تکرار» وبلله.
په وروستیو میاشتو کې د تهران او کویټ اړیکې وروسته له هغې لا ترینګلې شوې چې ایران د امریکا او اسرائیل د بریدونو په ځواب کې پر کویټ د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه وکړل.