قطر: ایران دې د منځګړو د هڅو د بریا لپاره خپل ښه نیت ثابت کړي

قطر له ایران څخه غوښتي چې د منځګړیتوب د هڅو د بریالیتوب لپاره د فارس خلیج عربي هېوادونو ته ګواښونه ودروي او د هرمز تنګی د بېړیو د تګ راتګ پر مخ پرانیزي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند د سې ‌شنبې د ورځې ناوخته وویل چې ایران باید د دغو ګامونو په پورته کولو خپل ښه نیت څرګند کړي.

قطر او پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره منځګړیتوب کوي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د قطر یو پلاوی تهران ته تللی و او د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان لوړپوړو چارواکو هم له ایراني چارواکو سره د سیمه ‌ییزو کړکېچونو د کمولو په موخه خبرې کړې وې.

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته د بیا برید خبرداری ورکړی، چې ورسره د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ نور هم زیات شوی دی.