د افغانستان او پاکستان ترمنځ تازه نښتې؛ یو پاکستانی ملکي وګړی وژل شوی

پاکستاني چارواکي وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ په تازه سرحدي نښتو کې لږترلږه یو پاکستانی ملکي وګړی وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي.

د جرمني خبري اژانس ډي ‌پي ‌اې د راپور له مخې، دا نښتې د سې ‌شنبې په شپه د جنوبي وزیرستان په سرحدي سیمه کې شوې دي.

د سیمې د پولیسو مشر اسرار احمد ویلي، افغان طالبانو د پاکستان پر لور د توپونو او هاوانونو ډزې کړې چې ځینې مرمۍ یې پر استوګنیزو سیمو او یوه بازار لګېدلې دي.

پاکستاني سرحدي ځواکونو هم ځوابي ډزې کړې، خو د افغانستان لوري ته د احتمالي مرګ ‌ژوبلې په اړه معلومات نشته. د طالبانو د حکومت چارواکو د پاکستاني چارواکو د دغې ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

دا نښتې داسې مهال کېږي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې د امنیتي اختلافاتو له امله ترینګلې دي. اسلام‌اباد طالبان په پاکستان کې د وسله ‌والو ډلو په ملاتړ تورنوي، خو طالبان دا تورونه ردوي.