د اسراییل د پارلماني ټاکنو د څه باندې ۵۰ سلنې رایو له شمېرل کېدو وروسته، د صدراعظم بنیامین نتنیاهو په مشرۍ ائتلاف له خپلو سیاسي مخالفانو مخکې شوی دی.
د اسراییل د ټاکنو مرکزي کمېټې د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ۵۰،۱ سلنې رایو له شمېرل کېدو وروسته، اټکل کېږي چې د نتنیاهو ائتلاف به د پارلمان له ۱۲۰ څوکیو څخه ۵۶، مخالف ائتلاف ۴۹ او عربي ګوندونه ۱۵ څوکۍ وګټي.
خو دا لومړنۍ پایلې ښايي بدلون ومومي. د رایې ورکولو له پای ته رسېدو وروسته څو نظرپوښتنو ښودلې چې د نتنیاهو او مخالفانو ائتلافونه سره نږدې دي او هېڅ یو یې د پارلمان د اکثریت څوکیو په ترلاسه کولو نه دی بریالی شوی.