طالبانو د کورونو د ساتنې لپاره د جواز لرونکو وسلو پر کارولو محدودیت ولګاوه

ارشیف

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، هغو کسانو ته چې د خپلو کورونو د ساتنې لپاره‌یې د وسلو د ګرځولو جوازونه اخیستي، یوازې د همدې هدف لپاره د دغو وسلو د کارولو اجازه ورکړل شوې ده.

دغه وزارت د سې‌شنبې په ورځ «د لړم په پنځمه» پر اېکس‌پاڼه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې د شخصي ساتنې، دکانونو، سوداګریزو مرکزونو او یا نورو اهدافو لپاره د دغو وسلو کارول د مقرراتو خلاف دي.

د وزارت په وینا، که څوک له دغو مقرراتو سرغړونه وکړي، وسله به‌یې ضبط او له قانوني چلند سره به مخامخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې وخت ناوخت د کابل په ګډون د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه د وسله‌والو کسانو د ګرځېدو او وسله‌والو غلاوو راپورونه ورکول کېږي.