د افغانستان صادرات ۱۲۵،۷ میلیونه ډالره کم شوي

ارشیف، د تورخم له لارې د افغانستان د صادراتي توکو یو کاروان

د طالبانو تر واک لاندې د احصائیې او معلوماتو ملي اداره وایي چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان د صادراتو ارزښت ۵۹۸،۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۲۵،۷ میلیونه ډالره کموالی ښيي.

دې ادارې د سې شنبې په ورځ «د لړم په پنځمه» پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دې موده کې د افغانستان د وارداتو ارزښت ۱۱۶،۳ میلیونه ډالره زیات شوی او ۶ میلیارده او ۶۵۶،۶ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، وچې او تازه مېوې او طبي بوټي د افغانستان د صادراتو لویه برخه جوړوي، په داسې حال کې چې نفتي مواد، غوړي، ماشینونه او ترانسپورټي وسایط د دغه هېواد عمده وارداتي توکي دي.