د سه شنبې په سهار په اسرائیل کې د ټاکنو د پیل سره سم خلکو د رای ورکولو دولسو زرو مراکزو ته مخه کړه.
د اسرائیل څه دپاسه اوه ملیونه یهودي او ۱.۷ ملیونه فلسطیني وګړي په دغو انتخاباتو کې د رای ورکولو حق لري.
دا پر اسرائیل د ۲۰۲۳ کال داکتوبر د اومې له برید ووسته په دغه هیواد کې لومړني انتخابات دي چې ترسره کیږي.
دحماس ګوند له خوا په دغه برید کې هغه مهال څه دپاسه زر کسه اسرائیلیان ووژل شول نوځکه امنیت د انتخاباتو یوه مهمه موضوع ده.
حماس ګوند دامریکا او اروپايي اتحادیې له خوا یو تروریستي سازمان پیژندل شوی دی.
د نظرپوښتنو نتایج ښيي چې د صدراعظم بنیامین نتانیاهو په مشری ایتلاف او ښي لاسي افراطي ګوندونه به په پارلمان کې خپل اکثریت احتمالا وساتي.
مخالف ګوندونه هم هلې ځلې کوي چې د پارلمان د ۱۲۰ کرسیو څخه اکثریت یا ۶۱ کرسۍ ترلاسه کړي.
په داسې حال کې چې نتانیاهو د امریکا د ولسشمر دونالد ټرمپ له ملاتړه برخمن دی، مخالفینو یې هم لاس سره یو کړی او هڅه کوي چې دهغه د اوږدې مودې واکمنۍ ته د پای ټکی کیږدي.
د احتیاط ځواکونو جنرال ، ګادي ایزنکوت په مخالفینو کې وتلې څیره او د نتانیاهو اصلي سیال ګڼل کیږي.
په عین حال کې ، په ایران باندې د اسرائیلو لخوا د بل برید احتمال او دا تور چې بنیامین نتانیاهو غواړې لدې موضوع استفاده وکړي، د انتخاباتو فضا تر خپل سیورې لاندې راوستې.
دفاع وزیر یزرایل کاتز له انتخاباتو یوه ورځ مخکې هغه راپورونه رد کړل چې په ایران د بل برید په هکله یې د نتانیاهو او اردو ترمینځ د شدیدو اختلافات خبره وکړه او وویل چې اسرائیل نیت نلري چې له انتخاباتو مخکې په ایران برید وکړي.