د ایران، پاکستان، سعودي او ترکیې غونډه په سیمه کې د کړکېچونو په دوام کې ترسره شوه

د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د لوړپوړو چارواکو غونډه

ایراني رسنیو د دوشنبې په ماښام «د لړم/ عقرب په څلورمه» د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د لوړپوړو چارواکو د غونډې خبر ورکړ.

د خپرو شویو انځورونو له مخې، په دې څلور اړخیزه غونډه کې د سعودي عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان، د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر او د ترکیې د استخباراتو د ادارې مشر ابراهیم کالین ګډون وکړ.

د ایران له لوري، د ولسمشر پزشکیان ترڅنګ، د ملي امنیت د عالي شورا منشي محسن رضايي او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم په غونډه کې برخه واخیسته.

د راپورونو له مخې، د ایران ولسمشر په دې لیدنه کې یو ځل بیا وویل چې "تهران د اټمي وسلو د ترلاسه کولو په لټه کې نه‌دی، خو د سوله‌ییزو اټمي فعالیتونو د ترسره کولو حق ځانته محفوظ ګڼي".

پزشکیان پر هغه څه نیوکه وکړه چې ده د ایران پر اټمي تأسیساتو د فشار راوړلو، ګواښلو او بریدونو لپاره د اټمي موضوع د پلمې په توګه کارول وبلل.

په دې څلور اړخیزه غونډه کې د سعودي عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان، د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر او د ترکیې د استخباراتو د ادارې مشر ابراهیم کالین ګډون وکړ.

یوه ایراني چارواکي مخکې روېټرز خبري اژانس ته ویلي و چې د دوشنبې ورځې په دې غونډه کې د ایران اټمي پروګرام نه څېړل کېږي او تهران به تر هغه وخته دې موضوع ته ورننوځي نه، څو یې چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره غوښتنې نه‌وي منل شوې.

په دغو غوښتنو کې د امریکا له لوري د ایران پر بندرونو د محاصرې پای ته رسول او د ایران د تېلو پر صادراتو د بندیزونو لغوه کول شامل دي.

څو ساعته وروسته، ایراني دولتي رسنیو د غونډې د پای ته رسېدو خبر ورکړ او د یوې اعلامیې متن‌یې خپور کړ.

په اعلامیه کې راغلي: "ګډونوالو هوکړه وکړه چې د سیمې د څلورو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا، په ځانګړي ډول په سیمه کې د سولې او امنیت په برخو کې، خبرو ته دوام ورکوي."

دا د مکې د تړون له جوړېدو وروسته تهران ته د دغه تړون د لوړپوړو چارواکو لومړنی ګډ سفر دی.

دا سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې سعودي عربستان لا هم د ایران له ملاتړ د برخمنو حوثي یاغیانو د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو له بریدونو سره مخ دی.