پاکستان د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه د طالبانو ادعاوې رد کړې

ارشیف، پر کابل د پاکستان هوايي بریدونو کې وژل شوي ملکي وګړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې ورځې (د اکټوبر په ۲۶مه) اعلامیه کې په افغانستان کې د پاکستان په وروستیو بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه د طالبانو حکومت ادعاوې رد کړې او ویې‌ویل چې د دغه هېواد اقدامات د امنیتي ګواښونو پر وړاندې د «مشروع دفاع» په چوکاټ کې ترسره شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) په خپل وروستي راپور کې ویلي، د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر ۳۰مې پورې، د افغانستان او پاکستان پر پوله د پوځي پېښو له امله ۵۱۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱،۲۳۶ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو حکومت هم څو ځله ویلي چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغو بریدونو د جزئیاتو له بیانولو پرته ټینګار کړی چې د دغه هېواد د اقداماتو هدف «ترهګرې ډلې او د هغوی د ملاتړ مرکزونه» و.

اسلام‌اباد دا نه‌مني چې ګواکې ملکي وګړي په نښه شوي دي.

پاکستان همدارنګه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره د افغانستان د خاورې د کارولو د مخنیوي په برخه کې د طالبانو حکومت ځواب ویلو ته اړ کړي، خو طالبانو څو ځله دا تور رد کړی او ویلي یې دي چې اجازه نه‌ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي او په پاکستان کې دې د خپلو امنیتي ناکامیو پړه په افغانستان نه‌اچوي.