د فرانسې شمال کې افغان کډوال له جدي جسمي او رواني ستونزو سره مخ دي

ارشیف، په فرانسه کې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي

د بې‌پولې ډاکترانو سازمان وايي، د افغانانو په ګډون پناه غوښتونکي د فرانسې په شمالي ساحلونو کې په سختو شرایطو کې ژوند کوي او له جدي جسمي او رواني ستونزو سره مخ دي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ «د اکټوبر په ۲۶مه» په یوه راپور کې د فرانسې او بریتانیا د کډوالۍ پر سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې اوسنیو محدودیتونو بریتانیا ته د پناه غوښتونکو د تګ هڅې نه‌دي درولي، بلکې هغوی یې اړ کړي چې له لا خطرناکو لارو څخه کار واخلي.

د بې‌پولې ډاکترانو سازمان د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د یوې نظرپوښتنې پر بنسټ راپور ورکړی چې افغانان د فرانسې په شمال کې د پناه غوښتونکو له لویو ډلو څخه دي.

د دې نظرپوښتنې له مخې، افغانان د سوډان، اریتریا، اتیوپیا او سومالیا له اتباعو سره یوځای د فرانسې په کاله او ډنکرک سیمو کې د مېشتو پناه غوښتونکو له لویو ډلو څخه شمېرل کېږي.

د دې نظرپوښتنې موندنې ښيي چې ډېری دغو کسانو په خپلو هېوادونو کې د جګړو، تاوتریخوالي او یا هم د سیاسي او مذهبي ځورونې له امله خپل هېوادونه پرېښي دي.