پوتین په مسکو کې د ایران له ولسمشر او د قطر له امیر سره ګوري

ارشیف، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان لیدنه

کرملېن اعلان کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د سې‌شنبې په ورځ په مسکو کې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان او د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره وګوري.

د روسیې د ولسمشر مرستیال یوري اوشاکوف د دوشنبې په ورځ «د عقرب په څلورمه» خبریالانو ته وویل چې پوتین به په مسکو کې د ګاز د صادروونکو هېوادونو د فورم د غړو هېوادونو د مشرانو له کوربه‌توب وروسته له دغو دوو مشرانو سره وګوري.

مسعود پزشکیان په تهران کې د ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان د لوړپوړو چارواکو په ګډون په څلور اړخیزه غونډه کې تر ګډون وروسته، د دوشنبې په ماښام مسکو ته روان شو.

هغه تر دې سفر مخکې تأیید کړې وه چې د روسیې له ولسمشر سره به وګوري.

د ایران ولسمشر له مسکو سره اړیکې «مطلوبې» بللې او ویلي یې دي چې له پوتین سره به په لیدنه کې د «دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو د بېلابېلو موضوعاتو» په اړه خبرې وکړي.