د مصر پارلمان له سعودي عربستان سره د پوځي ملاتړ پلان ومانه

ارشیف، د مصر پارلمان

د مصر پارلمان د دوشنبې په ورځ «د عقرب په څلورمه» ولسمشر عبدالفتاح السیسي ته اجازه ورکړه چې د حوثیانو د بریدونو په وړاندې د سعودي عربستان د پوځي ملاتړ لپاره اقدامات کولای شي.

د مصر د دولتي الاهرام ورځپاڼې د راپور له مخې، د دغه هېواد ولسي جرګې د «سعودي عربستان د شاهي نظام د ملاتړ لپاره د ولسمشر عبدالفتاح السیسي له‌خوا د اړینو اقداماتو ترسره کول» ومنل.

د مصر پارلمان چې ډېری غړي یې د السیسي ملاتړي دي، تر رأی‌ګیري مخکې تېره اوونۍ په دې اړه درې بې‌سارې غیر علني غونډې کړې وې او د رأی اچونې بهیر یې دوه ځله ځنډولی و.

ولسمشر السیسي تېره اوونۍ له پارلمان غوښتي و چې که سعودي عربستان غوښتنه وکړي، نو له دغه هېواد څخه د پوځي ملاتړ لپاره اجازه ورکړي.

تر اوسه څرګنده نه‌ده چې مصر به له سعودي عربستان سره د دفاع په برخه کې څه ډول ملاتړ وکړي.