په داسې حال کې چې ملګري ملتونه د شنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۴مه، د دې سازمان د منشور د نافذېدو کلیزه نمانځي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمې د افغانستان له خلکو سره د دغه سازمان پر ژمنو ټینګار کړی دی.
آغلې فاطمې په یوه ویډیويي پیغام کې چې د شنبې په ورځ، د لړم په دویمه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما پر اېکسپاڼه خپور شوی، د افغانستان د خلکو هوډ او هیلو ته د درناوي ترڅنګ ویلي:
د افغانستان راتلونکې د دغه هېواد په خلکو پورې تړلې
"د افغانستان راتلونکې د دغه هېواد په خلکو پورې تړلې او ملګري ملتونه به د افغانانو ترڅنګ، چې د خپلې راتلونکې د جوړولو لپاره هڅې کوي، د یوه ژمن او باوري شریک په توګه پاتې شي."
په افغانستان کې د رباب فاطمې د ماموریت له پیلېدو سره هممهاله، د یوناما هغه راپور چې د اکتوبر په ۱۵مه د "افغانستان د بشري حقونو وضعیت" تر سرلیک لاندې خپور شو، د طالبانو د حکومت له سخت غبرګون سره مخ شو.
په دې اړه نور:
د یوناما د مشرې په توګه د رباب فاطمې د کار پیل؛ طالب چارواکي د یوناما له راپورونو ناخوښه ديپه دغه راپور کې، پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو د محدودیتونو ترڅنګ، د روان کال د جولای او سپټمبر میاشتو ترمنځ د رسنیو وضعیت، د نارینه وو د ږیرې اړوند مقرراتو د نه مراعتولو او همدارنګه د موسیقۍ د غږولو یا اورېدلو په څېر مواردو له امله د خلکو د نیولو پېښې مستندې شوې وې.
یوناما په خپل راپور کې ویلي وو چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په تېرو درېیو میاشتو کې تر ۵۰ ډېرې ښځې د "حجاب د مقرراتو د نه مراعتولو" په تور نیولې او خبرداری یې ورکړی دی.
خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد دغه راپور په کلکه رد کړی، یوناما یې یو "مغرض بنسټ" بللی او تور یې پرې لګولی چې د طالبانو د حکومت پر ضد تبلیغات کوي.
رباب فاطمه وايي چې ملګري ملتونه به د یوه ژمن شریک په توګه د افغانستان د خلکو ترڅنګ پاتې شي، خو پوښتنه دا ده چې نوموړې به په خپل ماموریت کې له کومو ننګونو سره مخامخ وي؟
د مېرمن رباب پر وړاندې اصلي ننګونه دا ده چې لومړی، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې لېوالتیا کمه شوې او مرستې هم ورسره کمې شوې دي
په سویس کې مېشت افغان سیاسي شنونکي طارق فرهادي ازادي راډیو ته وویل: "د مېرمن رباب پر وړاندې اصلي ننګونه دا ده چې لومړی، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې لېوالتیا کمه شوې او مرستې هم ورسره کمې شوې دي. موږ پوهېږو چې افغانستان مرستو ته اړتیا لري او زما په اند د دې کارمسول طالبان دي؛ ځکه هغوی د یوه په رسمیت پېژندل شوي هېواد واک ترلاسه کړ، خو ونه توانېدل چې هغه ته بیرته رسمیت ورکړي، لامل یې هم د دوی اوسنۍ تګلارې دي، لکه له ښځو سره د هغوی سخت چلند او د افغان ښځو او نجونو پر زده کړو بندیزونه، چې خلکو ته د منلو وړ نه دي."
نوموړي زیاته کړه: "د مېرمن رباب دویمه ستونزه دا ده چې د افغانستان بېلابېلو سیمو ته یې سفرونه محدود دي. دلته دا پوښتنه پیدا کېږي چې طالبان ولې د ملګرو ملتونو د یوې استازې له سفرونو اندېښنه لري؟ دا په خپله ښيي چې د طالبانو په منځ کې یوه اندېښنه شته او هغوی پخپله هم پوهېږي چې ندي توانیدلي افغانستان هغه ځای ته ورسوي چې باید رسېدلی وای."
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۴۰۱م پرېکړه لیک پر بنسټ، د ۲۰۰۲ کال د مارچ په ۲۸مه، چې د ۱۳۸۱ لمریز کال د وري له اتمې سره برابره ده، جوړ شو.
د دغه ماموریت اصلي موخه د سولې له بهیر سره مرسته، د افغانستان د بیارغونې ملاتړ، د بشري مرستو همغږي او د بن د هوکړې د پلي کېدو ملاتړ و.
د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته، په ۱۹۴۵ میلادي کال کې د نړۍ د ۵۰ هېوادونو استازي د امریکا په سانفرانسیسکو ښار کې د ملګرو ملتونو په کنفرانس کې سره راټول شول، څو د دغه سازمان منشور جوړ کړي.
د ملګرو ملتونو سازمان د ۱۹۴۵ کال د اکتوبر په ۲۴مه، د امنیت شورا د پنځو دایمي غړو په ګډون د دې منشور د ډېری لاسلیک کوونکو هېوادونو له خوا له تصویب وروسته په رسمي توګه رامنځته شو.
افغانستان شاوخوا یو کال وروسته، د ۱۹۴۶ میلادي کال د نومبر په ۱۹مه، د دغه نړیوال سازمان غړیتوب ترلاسه کړ.