افغانستان د ایران له لارې ترکیې ته ۶۰۰ ټنه پنبه صادره کړه

ارشیف، د افغانستان په بلخ ولایت کې د پنبې راټولول

افغانستان کې د طالبانو حکومت د ایران له لارې ترکیې ته د ۶۰۰ ټنه پنبې د صادرولو خبر ورکوي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس د پنجشنبې په ورځ «تلې ۳۰مه» په خپله اېکس‌پاڼه ولیکل چې دغه محموله د خواف-هرات اوسپنیزې لارې له مسیر څخه د ایران د رېل‌ګاډي د شبکې په لار صادره شوې ده.

افغان سوداګرو په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې لارې څه د پاسه یو کال کېږي چې تړل شوې دي، د منځنۍ اسیا او ایران لارو او بندرونو ته مخه کړې ده.

پنبه د افغانستان له مهمو صادراتي اقلامو څخه ده.

د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په تېره زمري میاشت کې ویلي و چې د افغانستان ۱۰ زره ټنه پخته په ازمایشي ډول ازبکستان ته صادره شوې او اوس دغه هېواد ژمنه کړې چې ۱۰۰ زره ټنه نوره پخته هم وپېري.