مکرون په فرانسه کې له ناکراریو وروسته پر اعتراضي غونډو محدودیتونه لګوي

د فرانسې ولسمشر، امانوئل مکرون

د فرانسې ولسمشر اعلان وکړ چې په وروستیو ورځو کې د ناکراریو او لوټمارۍ له امله به په دغه هېواد کې پر اعتراضي غونډو پراخ محدودیتونه ولګول شي.

امانوئل مکرون د پنجشنبې په ورځ له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره تر غونډې وروسته وویل، په راتلونکو ورځو کې به هغه اعتراضي غونډې چې د کارګرانو د اتحادیو له‌خوا نه‌وي تنظیم شوې، د قانون په چوکاټ کې منع شي.

هغه زیاته کړه، د کارګرانو د اتحادیو لاریونونه هم ښايي د ښارونو د مرکزونو، دکانونو او عامه ودانیو د ساتنې په هدف نورو لارو ته واړول شي.

د فرانسې ولسمشر د تېرې شنبې د ورځې د تاوتریخوالي د یوې برخې پړه پر سخت دریځو کیڼ اړخو ډلو واچوله او ویې‌ویل چې د دغو ډلو هدف «د جمهوریت نسکورول» و.

پر لاریونونو د محدودیت پرېکړه، په فرانسه کې د ژوند د لګښتونو د لوړېدو پر ضد د اعتراضونو د نوې څپې د پیل په درشل کې شوې.

د لیون ښار سیمه‌‌ییزو چارواکو د شنبې ورځې لپاره ټول پلان شوي لاریونونه منع کړي دي.

فرانسه د تېرې شنبې په ورځ وروستیو کلونو کې د واټونو د تاوتریخوالي له یوې تر ټولو سختې څپې سره مخ شوه.

د دغو ناکراریو پر مهال، اعتراض کوونکي له پولیسو سره ونښتل، یو شمېر دکانونه لوټ شول او عامه ودانۍ ویجاړې شوې.

مکرون همداراز اعلان وکړ چې د امنیتي وضعیت په اړه نورو پرېکړو لپاره د جمعې په ورځ د دفاع شورا غونډه دایروي.