د روغتیا نړیوال سازمان : افغانستان کې د پولیو ۶ نوې پیښې ثبت شوي

ارشیف

د روغتیا نړیوال سازمان وايي روانه اونۍ په افغانستان کې د پولیو ۶ نوې پیښې رپوټ شوي دي. متخصص ډاکتران وايي چې نویو واقعاتو ته په کتو د واکسین هلې ځلې باید لا ګړندۍ او پراخې شي.

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د پولیو یا دکوچنیانو د ګوزڼ د شپږو نویو پیښو خبر ورکوي.

د یاد سازمان د ختیځې مدیترانې سیمه‌ییز دفتر په خپل وېب‌سایټ کې لیکلي دي چې دغه نوې پیښې روانه اونۍ رپوټ شوي چې درې په کندهار،دوه په ننګرهار او یوه د کابل په موسهي ولسوالۍ کې دي.

له دغو نویو پیښو سره افغانستان کې سږکال د پولیو د مواردو شمیر ۴۲ ته ورسید.

یوه اونۍ مخکې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د پولیو د یوې پیښې اوڅو اونۍ مخکې د هرات په شینډنډ او ادرسکن ولسوالیو، د پکتیکا په ډیله او د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د پولیو د پیښو خبر ورکړی شوی و.

هغه کورنۍ چې ماشومان‌یې په پولیو اخته شوي وايي، د خپلو ماشومانو د وضعیت په اړه ډېر اندېښمن دي.

عایشه چې ۱۴ کلنه لور یې لېمه په پولیو یا ګوزن اخته شوې وايي د خپلې لور وضعیت ته ډېره ځورېږي.

هغې ازادي راډیو ته وویل: "ډېره په عذاب یم ،چې دومره‌یې خدای ښه کړي چې خپله تشناب ته ولاړه شي او خپله ډوډۍ وخوري."

د لېمې پلار مصطفی وايي لور یې له ولادت وروسته ښه وه، خو د وخت په تېرېدو سره‌یې تکلیف زیات شو.

هغه وايي کابل کې یې د روغتیا وزارت ته مراجعه وکړه او هلته‌یې یوه مرستندویه څوکۍ هم ورته جوړه کړه نوره څه خاصه درملنه‌یې ونه‌شوه.

یوازې عایشه او مصطفی نه‌ دي چې خپلې لور ته ځورېږي، افغانستان کې لسګونه نورې کورنۍ هم چې کوچنیان‌یې په ګوزڼ اخته دي ورته حالت لري.

متخصص ډاکتران وايي چې نویو واقعاتو ته په کتو د واکسین هلې ځلې باید لا ګړندۍ او پراخې شي.

د کوچنیانو متخصص ډاکتر غلام حیدر رفیقي چې افغانستان کې یې پخوا یونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان سره کار کړی او د پولیو ضد واکسین پروګرام له مؤسسینو څخه ګڼل کېږي وايي چې د عامه پوهاوي کموالی هم د واقعاتو د زیاتوالي یو لامل دی او عامه پوهاوی باید لا پراخ شي.

دی زیاتوي:

"فقط دا باید وکړو چې (ماشومانو) ته د ټولو دورو واکسین ترسره شي. زه د ټولو روغتیايي کارمندانو او د ټولو وطنوالو نه خواهش کوم چې په دې مرحله کې چې متأسفانه یوازې افغانستان او پاکستان چې تر اوسه دا ویروس په‌کې شته، موږ یې مخنیوی وکړو."

ډاکتر رفیقي وايي چې د واکسین ترڅنګ د پولیو د له‌منځه وړلو لپاره د حفظ‌الصحې او د پاکو اوبو موجودیت یو ډېر اساسي ضرورت دی او افغانستان باید دا مجادله وکړي چې خلکو ته صحي اوبه او د حفظ‌الصحې شرایط برابر شي.

هغه وايي که د پولیو ضد پراخ واکسین ترسره شي او بیا هم یو ماشوم چېرته پاتې شي او هغه ککړو اوبو یا غیر صحي شرایطو کې ژوند وکړي او د پولیو ویروس چې محیط کې موجود وي هغه واخلي، نو کېدای شي نورو ته هم سرایت وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي په مجموع کې سږ ۲۰۲۶ میلادي کال کې تراوسه د پولیو ۴۸ پیښې ثبت شوي چې ۴۲ په افغانستان او ۶ پاکستان کې دي.

په تیر ۲۰۲۵ کال کې د پولیو ۵۲ موارد ثبت شوي وو چې ۲۱ په افغانستان او ۳۱ پاکستان کې و.

افغانستان او پاکستان دنړۍ په سطحه هغه دوه هیوادونه دي چې د پولیو وایروس په کې تراوسه له مینځه نه دی وړل شوی.

پولیو یا ګوزڼ ځانګړې درملنه نلري او یوازې په واکسین یې مخنیوی کیدای شي.