روسیې او ازبکستان افغانستان پولې ته نږدې ګډ پوځي تمرینونه پیل کړي دي

د ازبکستان دفاع وزارت له روسیې سره د ګډو پوځي تمریناتو د پیلیدو خبر ورکوي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د سې شنبې په ورځ د تلې په ۲۸ د دغه هېواد د حکومت پر رسمي وېبپاڼه خپره شوې ویل شوي چې د " ۲۰۲۶ همکارۍ" په نوم دغه ګډ پوځي تمرینونه د سې شنبې په ورځ د ازبکستان د ترمذ په پوځي تمریناتي ډګر کې پیل شوي او یوه اونۍ به دوام وکړي.

د روسیې دفاع وزارت هم په خپل رسمي ټلېګرام چینل کې ویلي چې روسي ځواکونه په دغو ګډو پوځي تمرینونو کې د ګډون لپاره ازبیکستان ته استول شوي دي.

خو دواړو هېوادونو په دغو تمرینونو کې د ګډون کوونکو روسي او ازبیک ځواکونو د شمېر او څرنګوالي په اړه معلومات نه دي ورکړي.

ازبکستان له افغانستان سره ګډه پوله لري او د ازبیکستان او روسیې چارواکو وخت ناوخت د دغې پولې په اوږدو کې د وسله ‌والو ډلو د فعالیتونو او د نشه ‌يي توکو د قاچاق په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.