سعودي عربستان: پنځه بې پیلوټه الوتکې یې راغورځولې دي

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف وايي، د چهارشنبې په ورځ یې هغه پنځه بې پیلوټه الوتکې راوغورځولې چې پردې هیواد د بریدونو لپاره کارول شوې وې.

د ائتلاف ویاند ترکي المالکي ویلي چې دغه الوتکې د سعودي عربستان په ختیځه سیمه او مدینه منوره کې شنډې شوې دي. نوموړي نه دي ویلي چې دا الوتکې چا توغولې وې.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اوونیو کې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثیانو پر سعودي عربستان بریدونه زیات کړي دي. په دغو بریدونو کې د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر برید هم شامل دی چې ګڼو کسانو ته یې مرګ ‌ژوبله اړولې ده.

حوثیانو تر دې مخکې ژمنه کړې وه چې پر مکې مکرمې او مدینې منورې به بریدونه نه کوي.