د ایران د پارلمان ریس وایي، ترڅو چې د تهران غوښتنې نه وي منل شوي، له واشنګټن سره به خبرې ونکړي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې محمد باقر قالیباف په تهران کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیزعاصم منیرسره په کتنه کې ویلي چې امریکا باید د هرمزتنګي د بیا پرانستلو لپاره د ایران اوه شرطونه پوره کړي که نه د تهران باورنشي ترلاسه کولای.
د ایران په غوښتنو کې چې واشنګټن ته یې وړاندې کړي، د دغه هېواد پر بندرونو د امریکا د سمندري محاصرې پای ته رسول، د تېلو پر صادراتو د بندیزونو لرې کول او په ټوله سیمه کې د جګړو درول شامل دي.
د راپورونو له مخې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم د سې شنبې په ورځ په تهران کې له عاصم منیر سره د پاکستان د منځګړیتوب د هڅو او د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې وکړې.
پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړي رول لوبوي. د پاکستان په منځګړیتوب د جون په میاشت کې یوه لنډمهاله هوکړه هم شوې وه خو څو اوونۍ وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړې بیا پیل شوې. دا د جون له میاشتې راهیسې ایران ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز پنځم سفردی چې ترسره کوي یې.