قطر د افغانستان لپاره د خپلو بشري او پرمختایي مرستو پر دوام ټینګار کوي.
د نړیوالې همکارۍ لپاره د قطر د دولت وزیرې مریم بنت علي بن ناصر المسند دا خبره د سې شنبې په ورځ په دوحه کې د افغانستان د همغږۍ د ډلې د دوه ورځنۍ غونډې پیل کې وکړه.
هغې وویل "د موږ هدف دا دی چې د ښځو او ځوانانو په شمول د اړمنو خلکو لاسنیوی ځکه وکړو چې دوی د هېواد په اقتصادي او ټولنیزه راتلونکې کې مهم رول لري".
د قطر د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه زیاتوي، مېرمن المسند ټینګار کړی چې افغانستان اوسمهال دوامدار نړیوال تعامل، د څرګندو اولویتونو ټاکنې او عملي همکارۍ ته سخته اړتیا لري.
د افغانستان د همغږۍ ډله (اېسيجي) د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې د افغانستان لپاره د بشري مرستو، اقتصادي همکاریو او مرستندویه فعالیتونو د همغږۍ د پیاوړتیا په هدف رامنځته شوې.