د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې چمتو دی د چین له ولسمشر شي جین پینګ او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اټومي وسلو په اړه درې اړخیزه ناسته وکړي.
ټرمپ د سپینې ماڼۍ بهر خبریالانو ته وویل چې د داسې یوې ناستې هدف به د اټومي وسلو او اټومي بې وسلې کولو په اړه بحث وي.
هغه زیاته کړه، که شي جین پینګ وغواړي داسې یوه ناسته جوړه کړي، نو دی به هم پکې ګډون وکړي.
روسیې تر دې مخکې اعلان کړی و چې ښايي د ټرمپ، پوتین او شي ترمنځ یوه درې اړخیزه ناسته په چین کې راتلونکې میاشتې د "اسیا-پسیفیک اقتصادي همکارۍ" (APEC) د سرمشریزې په څنډه کې ترسره شي.
خو د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها د دې وړاندیز مخالفت کړی او ویلي یې دي چې د روسیې، چین او متحده ایالاتو د مشرانو ترمنځ ناسته به یوازې پوتین وهڅوي چې جګړې ته دوام ورکړي.