د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د زمبابوې په وړاندې په لوی توپیر بریا خپله کړه او تمه ده بله لوبه کې له بنګله دیش سره مخ شي.
افغان لوبډلې بیګا زیمبابوې ته د ۲۹۴ منډو هدف ورکړی و چې په ځواب کې یې د زیمبابوې ټول لوبغاړي په ۱۳۶ منډو اوټ کړل او لوبه یې د ۱۵۸ منډو په توپیر وګټله.
دا د افغانستان د سترو بریاوو په ډله کې وه.
صدیق اتل خپله سلیزه ووهله، ابراهیم ځدراڼ ۹۰ منډې وکړې او په بالنګ کې هم راشدخان څلور وېکټې واخیستې.
د افغانستان، زیمبابوې او بنګله دیش دری اړخیز ټورنمنټ په ابوظبي او شارجې کې پیل شوی چې تمه ده پایلوبه یې د جمعې په ورځ وشي.