د پولنډ د صدراعظم مرستیال او بهرنیو چارو وزیر رادوسواف سیکورسکي په افغانستان کې د ناټو د متحدینو د پوځي رول په اړه د امریکا د دفاع وزیر پیټ هګسېټ څرګندونې په کلکه رد کړې.
هګسېټ د امریکا په ټېنېسي پوهنتون کې د وینا پر مهال ویلي و چې په افغانستان کې د ناټو د شاوخوا ۵۰ غړو او متحدو هېوادونو له ډلې یوازې یو یا دوه هېوادونه په رښتیني توګه په جګړه کې ښکېل و او د جګړې ډېره برخه امریکایي ځواکونو پر مخ وړله.
خو د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ پر اېکس ټولنیزه شبکه د دغو څرګندونو په غبرګون کې لیکلي: "ښاغلی وزیره، دا خبره د هغو ۴۴ پولنډي سرتېرو کورنیو ته وکړه چې د افغانستان په غزني ولایت کې د امنیت د ټینګښت پر مهال ووژل شول."
پولنډ له ۲۰۰۲ تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې پوځي حضور درلود او زرګونو پولنډي سرتېرو په دغه هېواد کې خدمت کړی دی.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم ویلي و چې په افغانستان کې د ناټو د متحدینو ځواکونه تر ډېره د جګړې له لومړۍ کرښې شاته پاتې شوي و.
دغو څرګندونو هم د اروپایي متحدینو سخت غبرګونونه پارولي و.