د پوتین، ټرمپ و شي احتمالي غونډه؛ اوکراین د روسیې د دې ابتکار مخالفت وکړ

(ښی-کین) ولادیمیر پوتین، شي جین پنګ، ډونالد ټرمپ او ولودیمیر زلنسکي، د روسیې، چین، امریکا او اوکراین ولسمشران

کرملېن وايي، امکان لري چې د روسیې، امریکا او چین ولسمشران راتلونکې میاشت په چین کې د اسیاـ پاسفیک د اقتصادي همکاریو سازمان، اپېک د سرمشریزې په څنډه کې درې اړخیزه غونډه وکړي.

د کرملېن ویاند دیمیتري پسکوف د دوشنبې په ورځ وویل، د دغې احتمالي غونډې موضوع مطرح شوې، خو تر اوسه‌یې د ترسره کېدو او اجنډا په اړه کومه هوکړه نه‌ده شوې.

د راپورونو له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه د خبرو لپاره د دې غونډې وړاندیز کړی دی.

خو د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها له دې نظر سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې د روسیې، چین او امریکا د مشرانو غونډه به پوتین د جګړې دوام ته وهڅوي.

کرملېن ټینګار کړی چې د اوکراین له ګډون پرته د جګړې د پای ته رسولو وروستۍ هوکړه ناشونې ده.