د طالبانو حکومت وايي په وروستیو کلونو کې افغانستان ته د راستنو شویو کډوالو شمېر شاوخوا اته ملیونو ته رسیدلی او په خلکو یې ستنو شویو کډوالو سره د مرستې غږ وکړ.
پاکستان او ایران هلته پر میشتو افغانانو فشارونه زیات کړي چې له کبله یې هره ورځ سلګونه کډوال افغانستان ته اخراجېږي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي چې د را ستنیدونکو کډوالو د ستونزو د حل کمیسیون مشر هم دی د یکشنبې په ورځ پر افغانانو باندې غږ وکړ چې د سره میاشتې او نورو موسسو له لارې راستنو شویو کډوالو سره مرسته وکړي.
مخکې تر دې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارو هم افغانستان ته د استول شویو کسانو ژوند د اندیښنې وړ بللی دی.