ولسمشر مکرون د فرانسې په لاریونونو کې د «بې‌حده تاوتریخوالي» غندنه وکړه

پاریس کې د یکشنبې ( اکتوبر اتلسمه) د ورځې د لاریونونو او تاوتریخوالي یو انځور

د فرانسې ولسشمر ایمانویل مکرون په داسې حال کې چې د یکشنبې په ورځ، د تلې په ۲۶مه، په پاریس کې لاریونونو دوام وکړ ، په یوه ټلوېزیوني وینا کې په واټونو کې د «بې‌حده تاوتریخوالي» سخته غندنه وکړه.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، یوازې د شنبې په ورځ نږدې دوه زره او ۴۰۰ کسان نیول شوي او په مقابل کې یې نږدې زر پولیس او د ژاندارم ځواکونو غړي په تاوتریخوالي کې ټپیان شوي دي. د ځینو امنیتي ځواکونو ټپونه «جدي» بلل شوي دي.

د ولسمشر له ټلوېزیوني وینا څو ساعته وروسته، د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونز د دوشنبې په ورځ، د تلې په ۲۷مه، ومنله چې پولیسو په ځینو ښارونو کې د وضعیت کنټرول له لاسه ورکړی دی.

نونز وویل پولیس د ورانکارو ډلو پر وړاندې د مقابلې لپاره ځکه چمتو نه وو چې دداسې وضعیت اټکل نه و شوی. هغه همداراز اعلان وکړ چې له همدې امله یې خپله استعفا وړاندې کړې ده.

تر دې وړاندې د اپوزیسیون ګوندونو او د کیڼ او ښي اړخ سیاستوالو د لوران نونز د استعفاء غوښتنه ځکه کړې وه چې دغو لاریونونو حکومت غافلګیر کړی .

خو د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د هغه استعفا ونه منله. مکرون له نونز څخه وغوښتل چې د لوټمارانو د مخنیوي لپاره «په چټکۍ سره نوې لارې چارې» په کار واچوي.

لاریونونه د شنبې په ورځ د ژوند د لګښتونو د لوړوالي پر وړاندې د اعتراض په توګه پیل شول، خو وروسته د پاریس، لیون او لیموژ په ګډون په څو ښارونو کې په تاوتریخوالي، چور او تالان، او اور اچونې واوښتل.

په لیموژ ښار کې د ښاروالۍ تاریخي ودانۍ هم په اور کې له منځه تللې ده.

د دغو پېښو له امله رامنځته شوي مالي زیانونه سلګونو میلیونو یورو اټکل شوي.