د سره صلیب نړیوالې کمېټې او افغاني سرې میاشتې ټولنې تر منځ د بشري فعالیتونو د پیاوړتیا تړون وشو

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رضاکارانو یو عکس

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره یې د بشري فعالیتونو د پياوړتیا په هدف یو درې کلن تړون لاسلیک کړ.

دې ټولنې په خپله ایکس پاڼه د یکشنبې په ورځ د دغه تړون په اړه خبر ورکړی.

د بیان په اساس دا تړون د بیړنیو خدماتو، روغتیا پاملرنې، اوبو او حفظ الصحې، د چاودېدونکو توکو له امله د خطرونو په کمولو او د معیشت په ملاتړ تمرکز کوي.

دا تړون د «افغاني سرې میاشتې ټولنې د ځانګړې اوونۍ» پر مهال لاسلیک شوی.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازي یوهانس بروور ویلي چې مرستندویه بنسټونه باید د سرې میاشتې ملاتړ وکړي څو د لا ډېرو ستونزو پر وخته رسیدنه وشي.