په فرانسه کې د تاوتریخجنو مظاهرو په پایله کې، ۱۸۰۰ کسان نیول شوي او په بېلابېلو ښارونو کې شاوخوا یو نیم زر دوکانونه او مغازې زیانمنې شوي.
د دغو پېښو له امله رامنځته شوي مالي زیانونه سلګونو میلیونو یورو اټکل شوي.
لاریونونه د شنبې په ورځ د ژوند د لګښتونو د لوړوالي پر وړاندې د اعتراض په توګه پیل شول، خو وروسته د پاریس، لیون او لیموژ په ګډون په څو ښارونو کې په تاوتریخوالي، چور او تالان، او اور اچونې واوښتل.
په لیموژ ښار کې د ښاروالۍ تاریخي ودانۍ هم په اور کې له منځه تللې ده.
د فرانسې کورنیو چارو وزارت ویلي چې شاوخوا ۵۰۰ پولیس، د اور وژنې کارکوونکي او د روغتیایي بیړنیو مرستو پرسونل ټپيان شوي دي.
سربېره پر دې، د سینټ ایټین (Saint-Étienne) په ښار کې د یو ۱۷ کلن هلک لاس د ګڼې ګوڼې د کنټرول لپاره د کارول کېدونکي بم (ګرینیډ) د چاودنې له امله پرې شوی دی. په پاریس کې د یو لاریون پر مهال یو کس هم مړ شوی دی؛ خو چارواکو ویلي چې دغه مړینه د روغتیایي ستونزې له امله وه او له لاریونونو سره تړلي تاوتریخوالي سره یې ربط نه درلود.
په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فرانسه کې رامنځته شوې ګډوډۍ د کډوالۍ له مسلې سره تړلي او له دغه هېواد یې غوښتي چې خپل د کډوالۍ قوانین لا سخت کړي.