د یوناما د مشرې په توګه د رباب فاطمې د کار پیل؛ طالب چارواکي د یوناما له راپورونو ناخوښه دي

له امیرخان متقي سره د یوناما د نوې مشرې رباب فاطمې لومړۍ لیدنه

د یوناما نوې مشرې رباب فاطمې د کار په لومړۍ ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي.

په یوه بیان کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې لیدنه کې له سیاسي موضوعاتو د اقتصادي فعالیتونو او بشري مرستو په جلا ساتلو ټینګار وشو.

بیان زیاتوي چې له اغلې فاطمې سره په خبرو کې په دې ټينګار وشو چې د ملګرو ملتونو په راپورونو کې د «باوري معلوماتو په کارولو او د واقعي وضعیت پر متوازن انعکاس تاکید وشو»

رباب فاطمه چې څه وخت مخکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې په توګه ټاکل شوې د یکشنبې په ورځ کابل ته تللې ده.

طالبان په ټوله کې د یوناما له راپورونو ناخوښه دي.

د یوناما د مشرې په توګه کابل ته له رسېدو سره هممهاله د یکشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په یوه کنفرانس کې یوناما تورنه کړه چې په خپلو راپورونو کې منفي مسایل راپورته کوي.

«له دې ځایه په یوناما هم غږ کوم چې د افغانستان په اړه د عیني واقعیتونو په پام کې نیولو سره په بې طرفه توګه تحلیلي راپورونه نشر کړي. دا عادلانه نه ده چې په راپور کې د افغانستان اقتصادي او امنیتي لاسته راوړنې نادیده ونیول شي. او د یو مقابل او متخاصم طرف په څېر په منفي ابعادو پسې وګرځي»

یوناما تېره پنجشنبه د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په نوم دوه میاشتنی راپور خپور کړ.

په دغه راپور کې د طالبانو له‌خوا له زده کړو او کاره د ښځو محرومول، د حجاب د نه رعایت په پلمه د لسګونو ښځو نیول، د محرم د نه لرو په خاطر د ښځو پر تګ راتګ محدودیت، د شیعه ټولنو اړوند پېښې او ځینې نورې برخې مستند شوي.

د یوناما په راپور کې بیا د کوکنارو د کر اړوند د طالبانو مبارزه او پرتې ستونزې، د پولیسو«شرطې» قانون او عدلي اجراآت هغه برخې دي چې د طالبانو اړوند اقدامات یې څېړلي.

په کاناډا کې پخوانۍ افغان سفیره شینکۍ کړوخیل ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه چې ایا اغلې رباب فاطمه به له شته ننګونو سره سره خپل کار ښه مخته یوسي که څنګه داسې وویل:

«په داسې محدودو شرایطو کې به ایا رباب فاطمه کار وکړای شي؟ بلې – زما په نظر حد اقل دا کولای شي چې لومړی د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه بې طرفانه راپورونه او د خلکو غږ نړیوالو ته باید دا ورسوي.»

اغلې کړوخېل زیاتوي چې اغلې رباب فاطمه باید طالب چارواکو سره وغږیږي څو د ښځو د کار حقونه تامین کړي او ښايي له دې لارې بشري مرستې هم زیاتې شي.

په دې اړه نور:

کابل کې د یوناما د نوې مشرې د دندې پیل: طالبانو دغه ماموریت تورن کړی چې بې پرې راپورونه نه ورکوي