کابل ته د یوناما د نوې ټاکل شوې مشرې رباب فاطمې له رسیدو سره همهاله د طالبانو د حکومت یوه لوړپوړي چارواکي دغه ماموریت تورن کړی چې بې پلوه راپور ورکونه نه کوي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن یکشنبه د سرې میاشتې د ځانګړې اوونۍ په پرانست غونده کې وویل " دا عادلانه نه ده چې یوناما په خپلو راپورونو کې د افغانستان اقتصادي او امنیتي لاسته راوړنې له پامه غورځوي او د یوه متخاصم په توګه یوازې د افغانستان منفي اړخونه لټوي".
یوناما که څه هم د ښاغلي برادر د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو دوی وایي چې خپلو راپورونو کې د بشري حقونو د نقض ټولې پیښې مستندوي.
یوناما او نورو بشري سازمانونو پر ښځو او نجونو د طالبانو د حکومت له خوا لګول شوي بندیزونه ننګولي او د محدودونکو فرمانونو د لغو کېدو غوښتنه یې کړې ده.
د یوناما نوې مشره رباب فاطمه د یکشنبې په ورځ کابل ته ورسېده او یوناما ویلي چې هغې د همدې ماموریت د مشرې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې په توګه خپل کار پيل کړ.
فاطمه چې یوه بنګله دیشۍ ډیپلوماټه ده په ملي او نړیواله کچه يې د دوه اړخیزو او څو اړخیزو ډیپلوماسۍ، پالیسي جوړونې او د عدالت غوښتنې په برخو کې تر ۳۰ کلونو ډیر کار کړی دی.
هغه له دې وړاندې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیاله وه.
رباب فاطمه په داسې حال کې په افغانستان کې د یوناما د مشرې په توګه دنده پیلوي چې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو له خوا لګول شوي بندیزونه لا هم دوام لري.