د بلوچستان په مستونګ کې نامعلومو وسله والو ۲۰ پاکستاني پولیس تښتولي دي.
د مستونګ د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې پېښه پرون جمعه د مستونګ او نوشکي منځنۍ سیمې ګورګېنه کې شوې ده.
د هغه په ټکو،"پر موټرسایکلونو سپرو وسله والو د مسافر وړونکو بس چې پولیس هم په کې سپاره وو وداوو او د پولیس په ګډون موټرچلوونکی او مسافر يې له ځان سره یوړل".
چارواکو ویلي چې درې ملکیان او موټرچلوونکی بیرته راخوشي شوي دي.
د دې چارواکي په خبره، دا پولیس د کلات له روزنیز مرکز څخه په اوونیزې رخصتي کورونو ته روان وو چې په لار کې وسله والو له ځان سره یوړل.
تراوسه چا د پېښې مسولیت نه دی منلی.
پاکستاني چارواکو ویلي چې تښتول شوي پولیس د واشک، نوشکي، چاغي او خاران سیمو اوسیدنکې دي.
تښتول شویو پولیس، د مستونګ د کلات په روزنیز مرکز کې تر روزنې لاندې وو.
د تیرکال په مارچ میاشت کې په ورته پېښه کې وسله والو له پېښور څخه د بلوچستان مرکز کویټې ته روان پر یوه ریل ګاډي برید وکړ او د پاکستاني پوځیانو په ګډون ډیر شمیر ملکیان یرغمل کړل.
د جعفر ایکسپریس په نوم دغه ریل ګادي کې لږترلږه۴۰۰ مسافر سپاره وو.
پر دغه ریل ګاډي د برید مسولیت بلوڅو ازادي غوښتونکو منلی وو.