د افغاناېوک سازمان مشر، شاون ونډایور وايي چې د امریکا د پنسیلوانیا ایالت د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې په یوه توقیف ځای کې شاوخوا ۳۰ ساتل شویو افغانانو ته ویل شوي چې د لوېزیانا ایالت ته به ولېږدول شي او د نومبر په لومړیو کې به له امریکا وایستل شي.
هغه دا خبره د پنجشنبې په ورځ ناوخته «د تلې په ۲۳مه» پر خپله اېکسپاڼه کړې ده.
خو د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې یا د دغه هېواد د کورني امنیت وزارت تر اوسه د دغې ادعا په اړه په رسمي ډول څه نهدي ویلي.
افغاناېوک د دغو افغانانو د نیول کېدو او له امریکا څخه د احتمالي اخراج د لاملونو په اړه جزئیات نهدي ورکړي.
تر دې مخکې، «سيبياېس نیوز» امریکايي رسنۍ د اګسټ په میاشت کې د دولتي اسنادو پر بنسټ راپور ورکړی و چې یو شمېر افغانان او د نورو هېوادونو اتباع له امریکا څخه افریقايي هېوادونو ته په داسې حال کې ایستل شوي چې دغه هېوادونهیې اصلي هېوادونه نهو.
په روان ۲۰۲۶ کال کې له امریکا څخه د ایستل شویو افغانانو کره شمېر معلوم نهدی، خو د سپټمبر په میاشت کې ۴۷ کلنه افغانه نذیره حاجيزاده چې په امریکا کې یې د دایمي هستوګنې سند درلود، له دغه هېواده وایستل شوه.
د امریکا عدلیې وزارت هغه تورنه کړې وه چې د خپلې کورنۍ د غړو له هغې طرحې څخهیې ملاتړ کړی و چې غوښتل یې د ۲۰۲۴ کال د انتخاباتو په ورځ د داعش ډلې په الهام یو برید ترسره کړي.
مېرمن حاجيزاده منلې وه چې د امریکا د قوانینو له مخې د «بهرنیو ترهګرو» په ډله کې راځي او له امریکا څخه د ایستلو د حکم پر وړاندې یې له اعتراض ډډه کړې وه.