د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو هغه ادعا رد کړه چې ګواکې یوه تجارتي بېړۍ د هرمز په تنګي کې سمندري ماین سره د لګېدو له امله ډوبه شوې.
سنتکام وايي، دغه بېړۍ د سپاه پاسداران په توغندي لګېدلې او ډوبه شوې ده.
سنتکام د پنجشنبې په ماښام «د تلې په ۲۳مه» په یوه اعلامیه کې ویلي چې د «جياېفاېس پرایډ» په نوم دغه بېړۍ د سپاه پاسداران د توغندي هدف وګرځېده او ډوبه شوه.
سپاه پاسداران ځواکونو د چهارشنبې په ورځ ویلي و چې یوه کانټینر وړونکې بېړۍ، هرمز تنګي کې له یوې داسې لارې د تېرېدو هڅه کوله چې په وینا یې «غیر مجاز او له خطره ډکه» وه.
سپاه پاسداران وویل، بېړۍ له سمندري ماین سره د لګېدو له امله وچاودېده او اور یې واخیست.
بلخوا د سنګاپور د سمندري انتقالاتو او بندرونو ادارې هم په یوه خبرپاڼه کې تأیید کړې چې د «جياېفاېس پرایډ» بېړۍ د اکټوبر په ۱۳مه د یوه نامعلوم توغندي یا مرمۍ د لګېدو له امله زیانمنه شوه، اور یې واخیست او وروسته ډوبه شوه.
د خبرپاڼې له مخې، د بېړۍ ټول ۲۱ کارکوونکي ژغورل شوي او په پېښه کې چا ته زیان نهدی رسېدلی، خو د سنګاپور چارواکو نهدي ویلي چې دغه مرمۍ یا توغندی کوم لوري توغولی و.